امنیت

خیبرپښتونخوا په وړوکي اختر کې امنیت قوي کوي.

جاوېدخان

یو پاکستانی پولیس افسر د جولای په ۱ په پشتخره کې عبادت کوونکیو ته معلوماتي پاڼې وېشي. دغه معلوماتي پاڼې له عامو خلکو نه غوښتنه کوي چې د امنیت د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي. [جاوېدخان]

یو پاکستانی پولیس افسر د جولای په ۱ په پشتخره کې عبادت کوونکیو ته معلوماتي پاڼې وېشي. دغه معلوماتي پاڼې له عامو خلکو نه غوښتنه کوي چې د امنیت د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي. [جاوېدخان]

پېښور -- خیبر پښتونخوا د وړوکي اختر په مناسبت چې د جولای په ۶ مه شروع کیږي په دغه ایالت کې د امنیت د لا ښه کولو له پاره ځانګړي ګامونه اخیستي دي.

مقاماتو د هغو پولیس افسرانو شمېر زیات کړی دی چې په پېښور نورو ښارونو او علاقو کې چې له قبایلي ایجنسیو سره پولې لري ګزمې کوي. هغوی د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې نارینه او ښځینه افسران په کار ګومارلي دي چې د شکمنو فعالیتونو مخه ونیسي.

د پېښورله پاره د پولیسو د عملیاتو مشر چارواکي عباس مجید سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د روژې د وروستیو ورځو او اختر په مناسبت د امنیت د ټینګولو له پاره تر ۲۵ پورې د چټک غبرګون یونټونه په کار ګومارل شوي دی.»

هغه وویل، خواوشا ۱۸۰۰ اضافي پولیس افسران په پېښور کې دننه او خوا وشا ته وظیفې ترسره کوي.

هغه وویل، «امنیتي ځواکونه د جوماتونو، مارکېټونو او د اختر د خاصو بازارونو له پاره په درې کرښو کې ځای پرځای شوي دي،» او زیاته یې کړه چې پولیس به د اختر د لمونځونو پر وخت ۲۴۷ جوماتونه خوندي کړي.

هغه وویل، «په بازارونو کې په اسونو سپاره پولیس توظیف شوي دي څو په عاجلو حالتونو کې ځانونه په اسانۍ سره هدف ته ورسوي.»

امنیت ټینګ شوی؛ د عامو خلکو همکارۍ ته اړتیا ده

مقاماتو له هغه وروسته امنیت نور سخت کړ چې اورپکو ګواښ وکړ چې په پېښور او د خیبر پښتونخوا په نورو ښارونو به حملې وکړي.

د پېښور پولیسو د عامو خلکو د خوندي کولو له پاره په ګڼو سیمو کې د مرستو معلوماتي مرکزونه جوړ کړي دي. دغه معلوماتي مرکزونه ملکي خلکو ته دا وړتیا ورکوي چې د ممکنه ګواښونو په هکله راپور ورکړي.

د پېښور اوسېدونکی افضل خان چې د اختر له پاره یې سودا اخیستله سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «تاسو کولی شۍ وګورئ چې پولیس د سودا اخیستلو په مرکزونو (لکه مارکېټونو او بازارونو) او د ښارونو په دخولي برخو کې موجود دي. تاسو د تېرو کالونو په نسبت ډېر د خوندیتوب احساس کولی شۍ.»

په عین حال کې، ټریفیک پولیس د سودا اخیستلو په مصروفو مارکېټونو کې د سهار تر ۲ بجو پورې په کار اخته دي څو یقینی کړي چې ټریفیک په صحیح شکل پرمخ ځي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو لوی مفتش (انسپېکټر جنرل) ناصرخان دراني ټولو سیمه ییزو او د ولسوالیو پولیس افسرانو ته هدایات جاري کړي دي چې د سودا اخیستلو په مرکزونو، عبادت ځایونو او نورو عامه ځایونو کې پوره امنیت یقیني کړي.

د کوهاټ ډي پي او صهیب اشرف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د کوهاټ په ټوله ولسوالۍ کې له اختر نه مخکې امنیت بهتر کړای شوی دی. د سټېشنونو مؤظفو افسرانو ته هدایت ورکړی شوی دی چې ګزمې په خاصه توګه د لمونځونو په وختونو کې زیاتې کړي، او خپلې د تلاشۍ پوستې قوي کړي.»

د پولیسو د کنټونمنټ مشر چارواکي کاشف ذوالفقار سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «زمونږ افسران بېلابېلو جوماتونو ته لاړل او دا یې واضحه کړه چې د قانون او نظم د ساتنې او د هر ترهګر یا مجرم په تعقیبولو کې د هغوی همکاري څومره مهمه ده.»

هغه وویل، مشران افسران له ځایي خلکو نه غواړي چې د هر هغه کس په هکله پولیسو ته معلومات ورکړي چې په شکمنو کارونو او جرایمو کې لاس لري.

د خوشحالۍ په ډزو بندیز

چارواکو وویل، آر پي اوز داسې حکمونه لري چې هر هغه کس ونیسي چې د اختر د میاشتې د لیدلو په شپه هوایي ډزې کوي.

ذوالفقار وویل، «په اختر او نورو مواقعو کې د خوشحالۍ ډزې د خلکو قېمتي ژوند اخلي.»

اشرف وویل، د کوهاټ ولسوالۍ اوسېدونکي خپل ټول کوشش کوي چې د میاشتې د لیدلو په شپه د دغه ډول خطرناکو ډزو مخه ونیسي.

اشرف وویل، «سب ډیویژنل افسرانو، د سټېشنونومؤظفو افسرانو او ټاکل شویو استازو او مشرانو په شریکه د خبرتیا داسې یو کمپاین ترسره کړی دی چې خلک یې په دې پوه کړي دي چې دغه ډول د خوشحالۍ ډزې څومره خطرناکې دي.»

هغه زیاته کړه چې مقامات به هر هغه کس په قانوني توګه تعقیب کړي چې د دغه کار په کولو ونیول شي.

چارواکو وویل، سربېره پر دې د پېښور، نوښار، مردان، چارسدې او یو شمېر نورو ښارونو اداري مدیریتونو د اختر په مناسبت د لوبو د ټوپکونو په خرڅولو باندې بندیز لګولی دی، ځکه چې دغه ډول د لوبو وسایل د ځوانانو په منځ کې تاوتریخوالی رامنځته کوي.

د پېښور مرستیال کمېشنر ریاض خان محسود سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، هر څوک چې د لوبو په ټوپکونو له یو میاشتني بندیز څخه سرغړونه وکړي هغه به په قانوني توګه تعقیب کړای شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500