زده کړه

خیبرپښتونخوا داسې پروګرام معرفي کوي چې لویه مدرسه له افراطیت څخه خلاصه کړي

اشفاق یوسفزی

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر شهرام تره کۍ (په تور کمېس کې) د مۍ په میاشت کې د نوښار ولسوالۍ د حقانیه دارلعلوم په مدرسه کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین ورکوي.

د خیبرپښتونخوا د روغتیا وزیر شهرام تره کۍ (په تور کمېس کې) د مۍ په میاشت کې د نوښار ولسوالۍ د حقانیه دارلعلوم په مدرسه کې یوه ماشوم ته د پولیو ضد واکسین ورکوي.

پېښور -- د خیبر پښتونخوا حکومت په یوه لویه مدرسه کې داسې تغیرات راولي چې د افراطیت مخه ونیسي.

د پاکستان د تحریک انصاف او د خیبرپښتونخوا د واکمن ګوند مشر عمران خان د جون په ۲۶ مه په پېښور کې وویل، «مونږ باید د مدرسو زده کوونکي له افراطیت څخه پاک کړو او هغوی له دې څخه وژغورو چې د افراطیانو لاسونو ته ولوېږي.»

داسې اندېښنې راپورته شوي دي چې که چارواکي کافي اندازه پاملرنه ونه کړي نو کیدای شي چې په مدرسو کې افراطیت لا نور ډېر شي.

د خیبرپښتونخوا حکومت په وروستیو وختونو کې خپله د ۲۰۱۶ - ۲۰۱۷ بودجه کې ۲۹۳.۳ میلیونه روپۍ (۲.۸ میلیونه امریکایي ډالر) د دې له پاره ځانګړي کړل چې د حقانیه دارلعلوم په لویه مدرسه کې چې په نوښار ولسوالۍ کې پرته ده په نصاب کې اصلاحات راولي.

پلان داسې دی چې ماشومانو ته په ریاضۍ، کمپیوټر او ساینس کې زده کړې ورکړل شي.

خان وویل، «که موږ ماشومان یوې ډډې ته پرېږدو، له هغوی نه به بلاګانې جوړې شي. موږ باید هغوی ته د حکومتي ښوونځیو په ډول باکیفیته تعلیم ورکړو او فارغان د دې وړ کړو چې حکومتي وظیفې ومومي.»

هغه وویل چې حقانیه دارالعلوم د دغو اصلاحاتو په تطبیقولو کې همکاري کوي.

حقانیه دارلعلوم چې په پاکستان کې ترټولو لویه مدرسه ده، د مولانا سمیع الحق له خوا چې د جمعیت علما اسلام (سمیع الحق) ګوند مشر دی، چلېږي.

د راپورونو په اساس، د افغان طالبانو اکثر مشران له حقانیه دارالعلوم نه فارغ شوي دي.

خان وویل، «موږ پلان لرو چې دوامدار ریفورمونه تطبیق کړو او د مدرسې زده کوونکي له عمومي چینل سره یوځای کړو.»

با کیفیته ښوونه او روزنه د هر ماشوم له پاره

د خیبرپښتونخوا د ښوونې او روزنې وزیر محمد عاطف خان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «مونږ به له مولانا سمیع سره د ګډ کار له لارې عصري ښوونه او روزنه وړاندې کړو.»

هغه وویل، له ۲.۳ میلیونو څخه ډېر پاکستاني ماشومان په مدرسو کې زده کړې کوي او یو دلیل یې دا دی چې وړیا دي.

محمدخان وویل، «مونږ نشو کولی چې هغو ماشومانو ته شا ور واړوو چې په دیني مدرسو کې زده کړې کوي. هغوی د ټولنې برخه او حصه دي.

کتونکي د ریفورم هرکلی کوي

یوه ځایي امام محمودعلي چې په پېښور کې په سرحد پوهنتون کې اسلاميات تدریسوي سنټرل ایشیا آنلان ته وویل، «پي ټي آی د برابرۍ د رامنځته کولو له پاره یو لوی ګام اخیستی دی.»

په اسلام اباد کې مېشت یوه جیګپوړي ژورنالست انصارعباسي چې له دې نیوز انټرنېشنل سره کار کوي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «یوه عمومي چینل ته د ښوونځیو د ټولو ډولونو راوستل به د ښوونې او روزنې سیستم عمومي پرمختګ ته وربرابر کړي. موږ ضرورت لرو چې یو داسې نصاب رامنځته کړو چې راتلونکی وخت په پام کې نیسي او زده کوونکي دې ته چمتو کړو چې له ملي انکشاف سره مرسته وکړي.»

عباسي وویل، د مدرسو د شاګردانو پردي کول به ټولنه سره ووېشي.

د خیبرپښتونخوا د معلوماتو وزیر مشتاق احمد غني سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د بودجې له تخصیص څخه هدف دا دی چې داسې یو سیستم برابر کړای شي چې دا وڅاري چې مدرسې د خیبرپښتونخوا له رسمي تګلارې سره سمې چلېږي.

غني سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «مونږهڅه کوو چې د ټولو ماشومانو له پاره د یوې همنوعې ټولنې چې برابر فرصتونه ولري د موجودیت په هکله اطمینان ترلاسه کړو.»

ښوونه او روزنه، روغتیا او دوامداره سوله

د خیبر پښتونخوا د روغتیایي خدمتونو لوی رییس پروېز کمال خان سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، د ښوونې او روزنې له اصلاح یا ریفورم څخه هدف دا دی چې بالاخره لا ښه روغتیایي پاملرنه برابره کړای شي.

هغه وویل، «هغه به په ایالت کې د لا ښه واکسیناسیون له پاره لاره هواره کړي. په تېرو درې کلونو کې طالب اورپکو [په پاکستان کې] له ۵۰ تنو څخه ډېر روغتیایي کارکوونکي د پولیو د واکسیناسیون له امله وژلي دي.»

پروېز وویل، حقانیه دارالعلوم په زړورتیا سره د تحریک طالبان پاکستان په وړاندې ودرېد او خپلې دروازې یې د روغتیايي ټیمونو پرمخ خلاصې کړې.

هغه وویل، «مولانا سمیع په خپله مدرسه کې ګڼ د پولیو ضد کمپاینونه افتتاح کړي چې دا پیغام ورکوي چې د پولیو پرضد د ماشومانو واکسینول له اسلام سره په ټکر کې نه دي،» او زیاته یې کړه چې له واکسیناسیونونو څخه د مولانا سمیع ملاتړ د ټي ټي پي د معافیت ضد پروپاګند خنثی کړی دی.

پروېز وویل، د مولانا سمیع موقف په دې برخه کې مرسته وکړه چې د هغو پاکستاني کورنیو شمېر چې د پولیو واکسین یې رداوه د ۲۰۱۳ کال له ۴۰۰۰۰ کورنیو څخه په ۲۰۱۶ کال کې ۱۵۰۰ کورنیو ته راښکته کړي.

مولانا سمیع سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د خیبرپښتونخوا حکومت هغه د دې له پاره ټاکلی چې د مدرسې د نصاب د ریفورم په تطبیق کې یو مرکزي شخص واوسي.

هغه وویل، «مونږ له حکومت سره په همکارۍ په ریفورمونو باندې کار پیل کړی دی. دا خبره غلطه ده چې زمونږ ځینې شاګردانو په ترهګرۍ کې لاس درلود.»

د فدرال له خوا د اداره کېدونکیو قبایلي سیمو (فاټا) پخواني امنیتي سکرټر بریدجنرال محمودشاه چې په پېښور کې مېشت دی سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «مونږ کولی شو چې ترهګرۍ ته د ټوپکونو په کارولو سره ماتې ورکړو، خو د دې له پاره چې مونږ یوه دوامداره سوله رامنځته کړو په کار ده چې مونږ مدرسې په یوه عمومي چینل کې سره برابرې کړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500