اقتصاد

پاکستان، تاجکستان د همکارۍ د ډېرولو ژمنه کوي

جاوېد محمود

پاکستاني او تاجک چارواکي د جون د ۱۵ - ۱۶په جریان کې په اسلام اباد کې د سوداګرۍ، اقتصادي او علمي - تخنیکي همکارۍ د ګډ کمېسیون په ۵ مه ناسته کې سره راغونډېږي. [جاوېد محمود]

پاکستاني او تاجک چارواکي د جون د ۱۵ - ۱۶په جریان کې په اسلام اباد کې د سوداګرۍ، اقتصادي او علمي - تخنیکي همکارۍ د ګډ کمېسیون په ۵ مه ناسته کې سره راغونډېږي. [جاوېد محمود]

اسلام اباد -- چارواکي وایي چې پاکستان او تاجکستان د سوداګرۍ او تجارت د ښه کولو او د نشه ییزو توکو د قاچاق په څېر د سرحدونو ترمنځ جرمونو په وړاندې د مبارزې په برخو کې حیاتي ګامونه اخلي.

د سوداګرۍ، اقتصادي او علمي - تخنیکي همکارۍ په برخه کې د پاکستان - تاجکستان د ګډ کمېسیون د ۵ مې ناستې په جریان کې، چې د جون په ۱۵ - ۱۶مه په اسلام اباد کې ترسره شوه، دواړه لوري د خپلو روابطو د غښتلي کولو په برخو کې په یو شمېر پرېکړو سره سلا شول.

په لویو هوکړو کې د سوداګرۍ پرمختللی مشارکت، د بانکدارۍ څارنه، انرژي، ټرانسپورټ، کرنه، اقتصادي او سیاسي روابط او همدارنګه داسې ګامونه شامل دي چې د نشه ییزو توکو د قاچاق ګواښ له منځه وېسي.

د پاکستان د اوبو او برېښنا وزیر خواجه محمد آصف او د تاجکستان د انرژۍ او اوبو د منابعو وزیر عثمان علي عثمانزاده د کانفرانس مشري کوله.

د پاکستان د مالیې وزارت یوه ویاند سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، چارواکي تمه لري چې راتلونکې ناسته به په اکتوبر کې ترسره کړي چې په هغې کې به هغوی د قاچاقو د مخنیوي په برخه کې ځانګړي ګامونه رامخته کړي.

د کراچۍ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې پخواني رییس مجید عزیز سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «دا ضروري ده چې پاکستان او تاجکستان داسې ګامونه واخلي چې د مذهبي افراطي عناصرو، د انسانانو د قاچاق کوونکیو، د نشه ییزو توکو د کاروباریانو او د هغوی له پاره د اسانتیا برابروونکیو د خوځښتونو په څېر ستونزې له منځه وېسي.»

هغه وویل، پاکستان باید په خپلو ګاونډیانو له ترهګرو او قاچاقچیانو سره د چلند په برخه کې فشار راوړي او زیاته یې کړه چې سیمه ضرورت لري چې داسې یو عمومي امنیتی سیستم جوړ کړي چې د هغو اندېښنو په وړاندې مبارزه وکړي.

هغه وویل، د ګاونډیانو او د سیمه ییزو شریکانو ترمنځ د قوي روابطو جوړول به د امنیت په یقینی کولو او د ټولو له پاره د اقتصادي ښېرازۍ په انکشاف کې مرسته وکړي.

ملګري، د سوداګرۍ شریکباڼي جوړول

مجید وویل، پاکستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو په ځانګړې توګه تاجکستان سره د ملګرتیا د ګټو په قبلولو سره په صحیح لاره وربرابر شوی دی.

د پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو تر منځ سوداګري په تدریج سره ډېرېږي او په دې برخه کې ډېره ضروري ده چې یو ښه تعریف شوی او متمرکز د ملګرتیا جوړښت ولرل شي.

هغه وویل، پاکستان نشي کولی چې داسې احتمالي ملګري له لاسه ورکړي چې هغوی غواړي چې سوداګري زیاته کړي او پاکستان له سیاسي پلوه حمایه کړي.

د فدرال له خوا د اداره کېدونکیو سیمو (فاټا) يوه پخواني پېښورمېشتي امنیتي سکرټر برید جنرال محمودشاه سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «پاکستان او تاجکستان باید د نشه ییزو توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې خپل امنیت قوي کړي. دا کار به د ترهګرۍ او افراطیت د کمزوري کولو سبب وګرځي.»

هغه وویل، ګاونډیان باید د امنیت د قوي کولو او د کلتوري او اقتصادي همکارۍ د پیاوړي کولو له پاره د همکارۍ لارې ولټوي.

هغه د برېښنا په برخه کې د پاکستان د مزمنو کمیو په پام کې نیولو سره وویل چې یو مثال به دا وي چې له تاجکستان څخه برېښنا او طبیعي ګاز واخیستل شي.

د ناستې پروتوکول

هغه پرېکړې چې د جون په ۱۵ - ۱۶مه د اسلام اباد په کنفرانس کې وشوې مشتملې وې پر:

-- یوه هوکړه چې د هغوی ګډه سوداګریزه شورا به په اکتوبر کې په دوشنبه کې سره جرګه شي؛

-- یوه هوکړه چې د پاکستان د دولتي بانک او د تاجکستان د ملي بانک تر منځ د نظارتي همکارۍ په برخه کې د پوهاوي یو یادښت لاسلیک شي؛

-- د پاکستان له خوا دا هوکړه چې د تاجکستان دا غوښتنه ترغور لاندې ونیسي چې د ترافیکو د ترانزیت څلور اړخیزې هوکړې ته لاس رسی ولري (د تړون درې هېوادونه پاکستان، قزاقستان او قرغزستان دي)؛

-- دا هوکړه چې د منځنۍ اسیا جنوبي اسیا د برېښنا د انتقال او سوداګرۍ په پروژه (کاسا - ۱۰۰۰) ژر تر ژره تعمیراتي چارې پیل کړي.

دواړو لوریو په دې کې علاقه مندي وښوده چې تاجکستان له کاسا - ۱۰۰۰ څخه پرته ۱۰۰۰ میګا واټه برېښنا پاکستان ته صادره وکړي.

هېوادونو همدارنګه په دې موافقه وکړه چې په تاجکستان کې د تېلو او ګازو د استخراج له پاره په شریکه کار وکړي او د مالوچو او وړیو د پروسیس کولو په څېر کرنیزو برخو کې سره همکاري وکړي.

هغوی همدارنګه سره موافقه وکړه چې چارواکي وټاکي چې د نشه ییزو توکو د قاچاق پر ضد د مبارزې په برخه کې د تماس د مرکزي کسانو په توګه کار وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500