تروريزم

پاکستان د صوفي سندرغاړی امجد صا بري په وژلو ماتم کوي

ضيا الرحمن لخوا

په زرګونو ويركوونكي د جون په ۲۳ مه په کراچۍ کې د صوفي سندرغاړی، امجد صا بري په جنازې کې ګډون کوي. [ضیا الرحمن ]

په زرګونو ويركوونكي د جون په ۲۳ مه په کراچۍ کې د صوفي سندرغاړی، امجد صا بري په جنازې کې ګډون کوي. [ضیا الرحمن ]

کراچۍ - پاکستانيان له غصه او غم سره د يو ګران صوفي سندرغاړې د وژنې په هکله غبرګون ښکاره کوي.

دوو وسله والو کسانو د جون په ۲۲ مه کراچۍ کې د هغه له کور څخه بهر امجد صا بري ووژلو او د پېښې وتښتېدل. د هغه ترورزی، سلیم صا بري، سخت ټپي شو.

د تحریک طالبان پاکستان سره اړوندلرونکی يوي ډلي د دي د وژنې مسوولیت منلی.

د کراچۍ د پوليسو يو لوړ افسر مقدس حيدر وويل، "دا وژنه هدفي وژنه وه او د تروریزم يو عمل و." هغه زياته کړه، چې دا معلومات لا نه شو تائیدولی چې آیا ټي ټي پي د دي پيښي مرتکب و.

هغه وويل، " پولیس به ډېر ژر قاتلين ونيسي"

شوک او غندنه

دا خپګان په ګرده ټولنه کي يوشان و.

لومړي وزير مياں محمد نواز شريف د صا بري وژنه وغندله او چارواکو ته يې امر جاري کړ چي قاتلانو ته دي سزا ورکړي.

په هيواد کي قوالي يا صوفي موسيقي ته پرمختګ ورکولو له امله، نواز شریف صابري ته باج ورکړ. هغه په یوه خبرپاڼه کې وويل، " د صابري کمی به ډېر محسوس شي."

د سيند اعلی وزير سيد قائم علي شاه دا وژنه په کلکه وغندله او د څېړنې امریې وکړ.

هغه د جون په ۲۲ مه وويل، "د صا بري د وژنې تر شا په ښار کې د مصنوعي بې ثباتۍ رامنځته کولو يوه توطيه شته." "خو دولت به ترهګر له سختۍ سره وځپي."

په پاکستان کې تلویزیون او راډیو، د صا بري درناوی ښودلو لپاره، په شاليد کې د قوالۍ موسيقي لوبوي.

صابري ته باج ورکولو لپاره ويركوونكى په لېاقت آبا کي د صابري د کور څخه بهر راټول شول.

"زه د صابري د وژنې د خبر د اورېدو له امله زيانمن يم" د کراچۍ يوعالم سيد رضوي جعفري سنټرل آسيا آن لاين ته وويل. "هغه د پاکستان لپاره شهرت و او تل یې د سولې او مينې لپاره وعظ کړی و."

د قوالۍ سندرغاړې او ملګري صديق اسماعيل سنټرل آسيا آن لاين ته وويل، چې صابري به ځوان سندرغاړو ته د قوالۍ د سندرو چل ښودلو. هغه وويل، " زه ویاړم چې [د هغه د زده کوونکو] څخه يم".

اسمعيل یادونه وکړه چي صابري د بېوزلې شمېر کورنو سره ، په ځانګړې توګه د روژې په ترڅ کې، سخاوتمندانه مرسته وکړه.

صابري نامتو سندرغاړو د قوالۍ د کورنۍ يوه برخه وه. په دغه کورنۍ کي د هغه تره مقبول احمد او د هغه مرحوم پلار، غلام فريد شامل و.

طالبان په صوفيانو بريد کوي

د خبريالانو د تليفون له لارې، د حکیم الله محسود د ټي ټي پي ډلي د دي وژنې مسوولیت منلی دی.

پخوا زمانه کي، ټي ټي پي په هيواد کي په صوفي جوماتونو او زيارتونو بريد کړی و.

"د [ټي ټي پي] څرګندونه د حیرانتیا خبره نه ده" په حیدرآباد کي يو صوفي عالم علامه مقبول عليمي، چې د صا بري په جنازه کې کراچۍ ته راغلي و سنټرل آسيا آن لاېن ته وويل. "هغوی د صوفیانو او د هغوي سپیڅلي ځایونو په هکله د تاوتريخوالي يو تاريخ لري."

هغه وويل، صوفیان، چې مينې او سولې غوره ګڼي، تل د ټي ټي پي غير اسلامي ظلمونو غندلي دي.

هغه وويل، " وسله وال صوفي ازم يو ګواښ ګڼي."

په ۲۰۱۰ کال کې، د ځانمرګي بريد کوونکي جوړې په کراچۍ کي د صوفي ولي عبدالله شاه غازي په زيارت کي ۱۰ وفاداران ووژل. همدې کال، په لاهور کې داتا دربار زيارت کي د يو ځانمرګي بريد له امله ۴۲ وفاداران وژل شوي دي.

په ۲۰۱۱ کال کي، ځانمرګي بريد کوونکي په ډیره غازي خان، د پنجاب ولايت کي د صوفي ولي سخي سرور په زيارت کي تر لږه ۴۱ وفاداران ووژل.

په کراچۍ کې عملیات به جاري وي.

دا وژنه په عمومي توګه په کراچۍ کې د امنيت ښه کيدلو خلاف رامنځته شوه.

جرم او تروریزم د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر راهیسې راټيټ شوي دي، کله چې د نيم-پوځي رینجرو كلكه مُبارزه پيل کړي شوي ده چي اوس هم دوام لري.

په اسلام آباد کي پاک انستيتوت د سولې د مطالعاتو لپاره د وينا له مخې، له هغه وروسته، د قتل او نورو جرمونو پیښي په ښارکي راټيټي شوي دي. تینک ټانک وموندل چي تر اوسه په کراچي کي په ۲۰۱۵ کال کې له تروریستۍ له امله ۱۵۰مرګونه شوي دي. چي د ۲۰۱۴ کال د ټولو مرګونه څخه ۵۳ فيصده راښکته شوي دي.

څارونکي او دقانون اجراكوونكي وايي، ترهګرو په کراچۍ کې خپل پام "نرم اهداف" ته بدل کړی دی.

د رینجرو وياند، چي هغه ته د خپل نوم ښولو اجازه نه وه، په یوه خبرپاڼه کې وايي، د کراچۍ دا کلکه مبارزه به جاري وي.

د سېند د رينجرو عمومي رییس تورن جنرال بلال اکبر په خبرپاڼه کې زياته کړه، چې د دي وژني وروسته ، امنيتي چارواکو يوه غونډه وکړه. په دي غونډه کي په کراچۍ کي د امنيت په هکله خبري اتري و شوي. د کنفرانس پایلې یې ښکاره نه کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500