تروريزم

قرغزستان امنیتي تدابیر زیاتوي

باکوت ابراهیموف

د قرغزستان امنیتي پرسونل د می په ۲۳مه په اوش کې د افراطیت او تروریزم په وړاندې جګړه کې عامو خلکو سره د همکارۍ په اړه خبرو کې برخه اخلي. [DUMK انځور چې باکوت ابراهیموف ترلاسه کړی دی].

د قرغزستان امنیتي پرسونل د می په ۲۳مه په اوش کې د افراطیت او تروریزم په وړاندې جګړه کې عامو خلکو سره د همکارۍ په اړه خبرو کې برخه اخلي. [DUMK انځور چې باکوت ابراهیموف ترلاسه کړی دی].

بشکیک -- د قرغزستان چارواکي د جون په ۵مه د قرغزستان په اکتوبي کې د ترورستي بریدونو په غبرګون کې امنیتي تدابیر زیاتوي.

په دغه ورځ د ترورستانو یوې ډلې د وسلو په دوو دوکانونو او یوه نظامي مرکز باندې په بریدونو کې ۷ قزاقستانیان ووژل. په ورپسې اونۍ کې چارواکیو وویل چې ټول شکمن کسان یې وژلي او یا نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جون په ۶مه په یوه بیانیه کې وویل چې د قرغزستان دولت په ستراتیژیکو اساناتیاوو لکه د اوبو د برېښنا مرکزونو، نظامي مرکزونو او هوايي ډګرونو کې امنیت زیاتوي. پولیس د لا زیاتې تیارسۍ په حالت کې دي.

چارواکي په دې اړه خپله هڅې زیاتوي چې د افراطیانو خواخوږي پیدا کړي او د هغو کسانو معلومات اخلي کوم چې منظمو جرمونو او افراطي ډلو سره د تړون په فهرستونو کې دي.

د کورنیو چارو وزارت وویل، "مونږ په ښارونو کې ... په هوايي ډګرونو او نورو هغو ځایونو کې چې هلته زیات خلک راغونډېږي په لویه پیمانه عملیات ترسره کوو."

د عامو خلکو- پولیسو همکاري مهمه ده.

د نړیوالې غیرحکومتي موسسې "سرچ فار کامن ګراونډ" لپاره د قرغزستان رییس کینیشبیک ساینازاروف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې امنیت یوازې د پولیسو نه بلکې د عامو خلکو وظیفه هم ده.

هغه وویل، "مونږ باید د دې خبرې د یقیني کولو لپاره له عامو خلکو سره [د پولیسو] نږدې همکاري ولرو چې هر څوک په دې پوه شي چې د هغوی د خپل ژوند او د هغوی د خوږو خپلوانو، ګاونډیانو او دوستانو د ژوند اتکاء په هر اوسېدونکي ده."

ساینازاروف وویل چې بدنامول نه بلکې مکالمه د دې ځواب دی او زیاته یې کړه چې افراطي ډلو ته سپکې سپورې ویل به د هغوی اغېز لا پسې زیات کړي.

هغه وویل، "مونږ د دې وضعې د حل لپاره خبرو اترو ته اړتیا لرو. د تېرو درې کلونو په اوږدو کې مونږ د افراطیت په وړاندې مبارزې له پاره ډېر روزنیز پروګرامونه جوړ کړې دي. په ګډون کوونکو کې د امنیتي او استخباراتي ادارې پرسونل شامل وو، چې له عامو خلکو سره د نږدې همکارۍ په اړه یې سپارښتنې واورېدلې."

یو بشکیک مېشتي سیاسي ساینسپوه او د سیمه ییزو کارپوهانو د قرغزستان کلوب شریک رییس ایګور شیستاکوف سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې په اکتوبي کې د وینو له سیلاب وروسته په قرغزستان کې سخت امنیتي اقدامات په بشپړه توګه د پوهېدلو وړ دي.

هغه وویل، "د دې خبري ډېر امکان شته چې [ترورستان] به په قرغزستان کې هم ترورستي اقدامات کول غواړي. د قرغزستان چارواکي باید د هر ډول تغیر د رامنځته کېدلو له پاره چمتو وي."

شیستاکوف د قزاقستان امنیتي ځواکونو او نورو سیمه ییزو ادارو سره د قرغزستان د لا زیاتې همکارۍ مشوره ورکړه.

پیاوړې مدني ټولنه

شیستاکوف وویل چې قرغزستان ته له پیاوړې مدني ټولنې فایده رسېږي.

هغه وویل، "مونږ له ۱۰۰۰۰ زیات فعالې غیرحکومتي موسسې لرو، او د کورنیو چارو وزارت په عام ولس کې خپله د نظارت شورا لري. د همکارۍ لپاره سرچینې موجودې دي."

د اوش یوې څارنوالې زالینا عبدالخاکووا سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې امنیتي تدابیر باید مسلسل وي او د وخت په وخت تغیراتو کولو احتمال په کې نه وي. هغې وویل چې ترورستان له بې ترتیبۍ نه فایده پورته کوي.

هغې وویل، "لومړی مونږ د ... د دفاع په وزارت، GKNB (د دولت د ملي امنیت کمېټې) او نورو امنیتي ادارو کې نورمال مالي بودیجې او د بودیجې د کارولو نظارت ته اړتیا لرو. دویم، مونږ له عامو خلکو سره رابطې ته اړتیا لرو."

هغې وویل چې د اسلام د تحریک نتیجه تروریزم راوځي. هغې زیاته کړه، "[د اسلام] ټولې مفکورې دې ته اړتیا لري چې په محلي ژبو کې تشریح او وژباړل شي."

سیاسي ساینسپوه نورلان ناماتوف، چې د بشکیک ځايي اوسېدونکی دی، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "مونږ باید جعلي اسلامي ډلې کنټرول کړو. که داسې نه وي نو داسې سیمې جوړېږي لکه په پاکستان د مرکزي حکومت د ادارې لاندې قبایلي سیمې چې هیڅوک یې نه کنټرولوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500