تروريزم

پاکستان د مدرسو لپاره د بسپنې د وسيلو څېړنه کوي

عآصمه نصير جمال لخوا

ځوان پاکستاني په کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې په يوه ديني مدرسه کې د خپلو ښوونکو خبرې اوري. [ امنه ناصر جمال]

ځوان پاکستاني په کراچۍ کې په ۲۰۱۵ کال کې په يوه ديني مدرسه کې د خپلو ښوونکو خبرې اوري. [ امنه ناصر جمال]

کراچۍ - پاکستان د مدرسو د نوم ليکنې اصولونه ټينګوي او د هغوی د مالي مرستو د منابعو د نظارت پیاوړتیا کوي د دې لپاره چې د هغوی اړيکې له ترهګرو سره په ګوته کړي.

دا اقدام د ملي پلان (NAP) سره سم يوه برخه ده، د تروریزم ضد پاليسي چي اسلام آباد په دسمبر، ۲۰۱۴ کال کې تصویب کړه.

" د تمویل سرچینې او د مدرسو د لګښتونو لټولو لپاره ... د سېند پولیسو د مدرسو د مالي چارو په اړه تفتیش پيل کړی دی،" ثناء الله عباسي، د کراچۍ د پولیسو اضافي عمومي پلټونکي، سنټرل اسيا آن لاين ته وويل.

هغه وويل: "دا پروسه به وخت ونيسي." "موږ نیت لرو چې ټولې مدرسې چې د طالبانو سره تړاو لري، په ګوته کړو."

هغه وويل، د سېند پوليسو په دې وروستيو کې د ولايت د مدرسوجيو ټيګنګ بشپړه کړه. هغه وويل چې دغه پروسه به له هغوی سره مرسته وکړي چي په ناقانونه توګه تمویل باندي نظروساتي.

هغه وويل: "دا يوه عمري هڅه ده ... په ټول ولايت کې د مدرسو لپاره يو جیوټيګنګ او مالي ډیټابیس جوړول."

افراطیان په ګوته کول

د مۍ په مياشت کې د سېند د کور رياست له خوا د خبري بيان له مخې، په ولايت کي جيوټيګنګ ۳۱۱۰ مدرسې يوازې په کراچۍ کې ثبت کړي دي.

د يوې خبرپاڼي له مخې، " پولیسو ۴۹ مدرسې په ګوته کړي چې د تروریستي سازمانونو سره يې اړيکې دلودې." "چارواکو په اپرېل کې د هغوی په وړاندې اقدام وکړو."

عباسي وويل چي د ۲۰۱۴ کال په دسمبر کې د NAP خپله برخه پيل کولو له ورسته، د سیند پولیسو ناراجستر ۱۶۷ مدرسې بندې کړي او تړلي دي.

هغه زياته کړه، چې ولايت په عاجله اړتیا لري چي د ديني مدرسو د نوم ليکنې لپاره په قانون کې اصلاح وکړي چي د ترهګرۍ دا اسانتیا بنده کړي.

هغه وويل: "موږ غواړو چې مدرسې د خپلو ټول بودیجو سرچینې په قانوني توګه څرګندې کړي."

د بهرنيو بسپنو تحقیق کول

عارف خان، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سکرتر، سنټرل اسيا آن لاين ته وويل چي څېړونکو موندلي دي چې په پاکستان کې ۲۸۵ مدرسې د ۱۰ هېوادونو څخه تمویل ترلاسه کوي.

خان وويل، پاکستاني چارواکو په دې وروستيو کې د دغو هېوادونو د سفيرانو سره خبرې اترې وکړی "چې په دې اړه معلومات تر لاسه کړي چي څنګه مدرسو ته د پیسو غير قانوني انتقال بند کړي شي."

په پنجاب کې په د غو غير قانوني ۲۸۵ ديني مدرسو کې ۱۴۷ مدرسې شاملي دي، خان وويل. سېند ولايت کې يوه غير قانوني مدرسه ده.

هغه يادونه وکړه چي ټولې بوديجي د تروریزم لپاره نه کارول کیږي.

هغه وويل: "يو شمېر مدرسې په قانوني توګه بوديجي تر لاسه کوي او د پيسو د راټولولو لپاره بهرنیو حامیانو سره ليدل کوي."

چارواکي اکثراً د دې خبری د تعين کولو وس نه لري چې ايا بهرنيې بوديجي په دغه مدرسو کې د تروریزم لپاره کارول کیږي یا د نصاب د پراختيا او ظرفيت لوړولو لپاره کارول کیږي.

" په [سیند] کي يوازې درې يا څلور مدرسې [بهرنۍ] پيسې د بانکونو د انتقال له لارې په قانوني توګه تر لاسه کوي ،" هغه زياته کړه، نورې مختلفې لارې کارول کیږي چې لټول يي سخت کاردی.

په دې مدرسو کې دوه مدرسې، چي بانکونه يې کارورل، زو زیات مقدار پیسې یعني پاکستاني ۲.۵میلیونونه ( امريکايي ۲۳،۸۹۴ ډالره) او پاکستاني ۳ ميليونونه (امريکايي ۲۸،۶۷۳ ډالره) په کال کې ترلاسه کوي.

مسوده به د غیرقانوني بوديجو مخنیوی وکړي.

د شفافیت په ګټه، " د يو نوي پروسی تر لاندی د سېند حکومت د مدرسو د نوم ليکنې لپاره پلان لري چې په ولايتي شورا کې يو قانون معرفي کړي،" د سېند د حکومت قانوني سلاکار، مدافع وکيل مرتضی وهاب صديقي سنټرل اسيا آن لاين ته وويل.

هغه وويل، که دا مسوده تصویب کړی شوه، نو دا به د ۱۸۸۵ یو قانون تبديل کړي.

هغه وويل، چې دغه مسوده به د سېند د کور او اوقافو رياستونو لپاره د مدرسو د نوم ليکنې مسؤلیت په بشپړه توګه په غاړه کړي.

د مخکې نه ثبت مدرسې به بیا ثبت کولی شي.

هغه وويل: "دا مسوده به د تعليم ورکول محدود کړي."

هغه وويل، د سېند حکومت دا تمه هم لري چې د مدرسو د نوم ليکنې په لړ کې " د ټولو ښوونځيوعالمانو سره خبرې اترې وکړي".

چارواکي به مذهبي تاوتریخوالي او پارونې هم کمې کړي.

"د وعظ په ترڅ کې د کرکې وينا او خبرو د مخنيوي لپاره، موږ د روا وعظونو لپاره [ولايتي] قانون نهايي کوو،" د سيند د مشر وزير د ديني چارو سلاکار، عبدالقيوم سومرو سنټرل اسيا آن لاين ته وويل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500