امنیت

خیبرپښتونخوا د قراقرم لویې لارې د ساتلو له پاره ځانګړی ځواک جوړوي

جاوید خان

د هزارې د سیمه ییزو پولیسو افسر محمد سعید وزیر په اپریل کې په مانسهره کې د قراقرم لویې لارې د کتنې پر وخت د ولسوالۍ د پولیسو افسرانو سره خبرې کوي. [جاوید خان]

د هزارې د سیمه ییزو پولیسو افسر محمد سعید وزیر په اپریل کې په مانسهره کې د قراقرم لویې لارې د کتنې پر وخت د ولسوالۍ د پولیسو افسرانو سره خبرې کوي. [جاوید خان]

پېښور -- د قراقرم د مهمې لویې لارې د خوندي کولو هڅې مسافرو او لارۍ چلوونکو ته له ترورستانو، تښتوونکو، ډاکوانو او د سامانونو له غلو څخه ډېر امنیت ورکوي.

د هزارې د سیمه ییزو پولیسو افسر محمد سعید وزیر سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیسو په فبرورۍ کې یو وقف شوی ځواک جوړ کړی چې د سرک کارکوونکي له جنایت کارانو او ترورستانو څخه خوندي کړي.

دا لویه لاره ګللګت-بلتستان له خیبر پښتونخوا او نور پاکستان سره نښلوي.

وزیر وویل چې د خیبر پښتونخوا تقریباً ۲۰۰ پولیس د قراقرم لویې لارې د پولیسو په ځواک کې خدمت ترسره کوي، او زیاته یې کړه چې هغوی په دې لویه لاره د موټرو د حفاظت لپاره ۱۰ د تلاشۍ پوستې لري.

هغه وویل چې د خیبر پښتونخوا د پولیسو دا ځواک د کاروانونو د ساتنې د هغه سیسټم په ځای راغلی دی چې د لویې لارې د امنیت په ساتلو کې بې اغېزې ثابت شوی وو.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي انسپکټر نصیرخان دراني سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د خیبر پښتونخوا چارواکو د قراقرم له پاره د پولیسو دا ځواک په دې خاطر جوړ کړی چې د نظم او امنیت ستونزې حل کړي.

دراني وویل، "د قراقرم د پولیسو ځواک د دې لپاره جوړ شوی وو چې په بسونو او موټرو د بریدونو مخه ونیسي. په تېرو وختونو کې ډېر داسې خلک چې ګلګت- بلتستان ته په لاره ول وژل شوي ول."

د قراقرم د پولیسو ځواک ښايي کوچنی وي

د قراقرم د لویې لارې د کاروونکو د تحفظ د هماهنګۍ لپاره په هزاره ډویژن کې د هرهغې ولسوالۍ پولیس چې قراقرم ترې تېرېږي امر لري چې که د قراقرم ځانګړي پولیس مرستې ته اړتیا ولري نو دوی دې سمدلاسه ځای ته ځان ورورسوي.

د قراقرم لویه لاره په ټول اوړي کې ډېر ټورسټان راجلبوي چې په غرونو کې د ښایست د منظرو او د اوړي د ګرمۍ نه د خلاصي په لټون وي.

د قراقرم د پولیسو ځواک، چې یوازې ۲۰۰ افسران لري، ښايي د هغې ۳۹۰ کیلو میتره لویې لارې چې دا مسوولیت لري د ساتنې لپاره ډېر کم وي.

د پولیسو یو مشر محمد افضل چې په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو په مرکزي دفتر کې خدمت ترسره کوي سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د نورو بودیجو او پرسونل له پاره له مرکزي او د خیبر پښتونخوا د حکومت دواړو سره تماسونه نیولي دي.

هغه وویل، "دا ځواک په سرک د ګزمې کولو لپاره نورو ګاډو، په مناسبه طریقه جوړو شوو د تلاشۍ پوستو او نورو افسرانو ته اړتیا لري."

دراني سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې د خیبر پښتونخوا پولیس د ۵۳۲ نورو افسرانو په کار ګومارلو او په قراقرم لویه لاره د ۲۰ نورو پوستو له پاره د پیسو غوښتنه کوي.

لا ښه امنیت او لا ښه سرک ټورسټان جلبولی شي

کتونکي هیله لري چې د لا ښه امنیت په صورت کې کېدای شي لا ډېر ټورسټان را پیدا شي او تجارت په ځانګړې توګه نړیوال تجارت لا ډېر وغوړېږي.

قیصرخان چې په پېښور کې د اردو ژبې ورځپاڼې جنګ ژورنالست دی، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، "مرکزي او د صوبې حکومتونه باید د قراقرم د لویې لارې، چیرته چې اورپکو بریدونو په تېرو وختونو کې ډېر خلک وژلي، د حفاظت لپاره نورې بودیجې او موټر برابر کړي او زیات پرسونل په کار وګوماري."

هغه وویل چې د قراقرم لا زیاته محفوظه لویه لاره به هزاره ډویژن او ګلګلت-بلتستان ته نور ټورسټان راولي.

د خیبر پښتونخوا چارواکي د دې خیال په ریښتیا کولو کار کوي

په عین حال کې پاکستاني حکومت د مسافرو او لارۍ چلوونکو د خدمت لپاره په لا زیاتو بېخبناوو (انفراسټرکچر) باندې کار کوي.

لومړي وزیر میا محمد نواز شریف د ۲۰۱۴ په نومبر کې د ۳۰ ملیارده روپو (۲۸۶.۳ ملیونه امریکايي ډالر) باندې جوړېدونکې ایبټ اباد - اټک لویې لارې پرانسته وکړه. د یادې لارې هدف دا دی چې د خیبر پښتونخوا هغو اوسېدونکو ته چې د هزاره ولسوالۍ او ګلګلت - بلتستان په لور ځي راځي ته یوه متبادله لاره برابره کړي.

تمه ده چې د دغې ۶۰ کیلومتره اوږدې لارې جوړښت په ۲۰۱۷ کال کې بشپړشي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500