زغم

ورلډ ریلیف په پاکستان کې د سولې د رامنځته کولو او د عقایدو ترمنځ د جوجاړي ښوونه کوي

د محمد شکیل له خوا

ورلډ ریلیف د می په ۱۹مه په پېښور کې د سولې د رامنځته کولو یو روزنیز مجلس ترسره کوي. دغه موسسه د ټولنې غړو ته ورښیي چې څنګه د شخړو مخه ونیسي او د عقایدو ترمنځ جوړجاړي ته وده ورکړي. [محمد شکیل]

ورلډ ریلیف د می په ۱۹مه په پېښور کې د سولې د رامنځته کولو یو روزنیز مجلس ترسره کوي. دغه موسسه د ټولنې غړو ته ورښیي چې څنګه د شخړو مخه ونیسي او د عقایدو ترمنځ جوړجاړي ته وده ورکړي. [محمد شکیل]

پېښور-- د جرمنۍ د غیردولتي موسسې چارواکو سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل چې، دغه غیردولتي موسسه په پاکستان کې بېلابېلو مذهبي ټولنو ته دا ښیي چې څنګه د شخړو مخه ونیسي.

د جرمني ورلډ ریلیف موسسه د سولې د رامنځته کولو او له ناورین څخه د وروسته حالاتو سره د چلند په هکله ښوونه کوي.

د ورلډ ریلیف د پروژې د مطابقت مدیر نیر مشتاق چې د پېښور اوسېدونکی دی، سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «ورلډ ریلیف په پام کې لري چې له ځايي ټولنو سره په ګډه په هغو خلکو کې چې ژر متاثر کېږي تغیرات راولي.»

هغه وویل، د دې پروژې هدف دا دی چې د مذهبي ټولنو وړتیاو ته داسې وده ورکړي چې د ټولنې ډېرو زیاتو متاثر کېدونکیو خلکو سره مرسته وکړي.

هغه وویل، ورلډ ریلیف د دې له پاره کار کوي چې د اوبو او د اضافي اوبو د اېستلو خدمتونو، حفظ الصحې، سرپناه، کاري فرصتونو، روغتیایي پاملرنې او د ټولنې نورو برخو ته وده ورکړي.

په خیبرپښتونخوا کې د سولې له پاره د عقیدې ملګري

ورلډ ریلیف د می په ۱۹ - ۲۰ مه په پېښور کې د «په خیبرپښتونخوا کې د سولې له پاره د عقیدې ملګري» تر عنوان لاندې یو روزنیز پروګرام ترتیب کړی و. د دغه پروګرام هدف دا و چې د پاکستان د ګڼو مذهبي ټولنو ترمنځ اعتماد ډېر کړي.

دغه روزنه ریسکیو ۱۱۲۲ چې د خیبرپښتونخوا د چټک غبرګون څانګه ده او په ۲۰۱۰ کې جوړه شوې، ترسره کړه.

مشتاق وویل، «د دغه پروګرام هدف دا و چې د عقایدو ترمنځ رابطې یوه پیاوړې شبکه رامنځته شي... چې د تاوتریخوالي له پیلېدلو څخه مخکې د احتمالي شخړې مخه ونیسي.»

هغه وویل، «مونږ غواړو چې [د ټولنو تر منځ] رابطه لا نوره قوي کړو،» او زیاته یې کړه چې د ټولو ډلو د پایښت او د عقایدو ترمنځ جوړجاړي له پاره دوه اړخیز پوهاوي ته ضرورت دی.

نوموړي زیاته کړه، هغه اقلیتونه چې دا غوره ګڼي چې په پاکستان کې واوسېږي، دې فرصت ته ضرورت لري چې اعتماد ترلاسه کړي او د سولې د رامنځته کولو له پاره له نورو ټولنو سره ارتباطات جوړ کړي.

هغه وویل، په داسې روزنیزو پروګرامونو کې لکه هغه چې د می په ۱۹ - ۲۰مه ترسره شو، د اقلیت ډلو او د مسلمانانو د ټولنې غړي سره یوځای کېني چې د هغو مسایلو په هکله سره خبرې اترې وکړي چې هغوی ورسره مخامخ دي.

په پېښور کې د ورلډ ریلیف د سولې د رامنځته کولو د چارو افسر محمد جهانګیر سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، دغه ډول پروګرامونه د مخامخ ناستو ګټور چانس رامنځته کوي.

د سولې په رامنځته کولو کې د ښځو راښکېلول

جهانګیر وویل، ورلډ ریلیف همدارنګه د خیبرپښتونخوا په بنو، سوات، مردان او ډېره اسماعیل خان کې د بېلابېلو مذهبي اقلیتونو او اسلامي ټولنې د ښځو تر منځ روزنیز پروګرامونه ترتیب کړل.

هغه وویل، ورلډ ریلیف په دې باندې خوښ شو چې ویې لیدل چې ښځې غواړي چې د سولې په رامنځته کولو کې لاس وکړي او هغوی کولی شي چې احتمالا د سړیو په نسبت لوی رول ولوبوي ځکه چې ښځې په ټولنه کې ډېرې ښکېلې وي.

هغه وویل، «موږغواړو چې ښځې را وړاندې شي او د سولې په رامنځته کولو کې د سړیو تر څنګ ودرېږي.»

په پېښور کې د اجتماعي چارو یوه کارمند (سوشل ورکر) بابه ګورپال سنګ سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «ټولنه د داسې یوه جوړښت په څېر ده چې هغه خپل قوت د اصلي اجزاو له ګډ ځواک څخه اخلي. ټولنه باید اختلافات یوې ډډې ته کېږدي.. او په ځای یې له زغم څخه کار واخلي.»

هغه وویل، «موږ چې اکثر وختونه په کورنیو کې د سولې د رامنځته کوونکیو په توګه عمل کوو، باید په ورځني ژوند کې هم عین رول ترسره کړو.»

د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې له پاره په ګډه هڅې کول

سنګ وویل، په پاکستان کې مېشته د سکانو ټولنه د هغو خلکو اولاده ده چې هغوی په ۱۹۴۷ کال کې دا غوره وګڼله چې پاکستان ته راکډه شي او خپل کورونه او ملکیتونه شا ته پرېږدي.

هغه زیاته کړه، «مونږ سکان چې په پاکستان کې یو خپل ځانونه د ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ګڼو.»

هغه وویل، «ما خپل ښوونځی په یوه ګوردواره [د سکانو عبادت ځای] کې شروع کړی دی. د سکانو تر څنګ، هندو او مسلمان ماشومان هم هلته ورځي.»

هغه زیاته کړه، د ښوونځی هدف دا دی چې د بېلابېلو مذهبي ټولنو ترمنځ اعتماد جوړ کړي څو هغوی په سوله کې ژوند وکړي.

هغه وویل، په پېښور کې د می ۱۹ - ۲۰ مې د ترسره شوي روزنیز پروګرام یا مجلس په څېر مجلسونه به مرسته وکړي چې غلط پوهاوی او نفرتونه د خبرو اترو له لارې کم کړي.

په پېښور کې د ښوونځی ښوونکي او د عیسوي ټولنې استازي عامر شهزاد سنټرل ایشیا آنلاین ته وویل، «د دې له پاره چې ټولنې د سولې رامنځته کولو ته وهڅوي، په کار دی چې دوه اړخیز اعتماد او باور پیاوړي کړای شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500