آرشیف له پاره د

مقالې

دغه جهادي مشر خپلو مرستیالانو ته -- چې یو یې څو ورځې وروسته ووژل شو -- خبرداری ورکړ چې ښایي د ګروپ غړي بغاوت وکړي.

په پیښور کې د مغل دور ودانيو ځايي منظر بدل کړی دی.

د عمران خان د پاکستان تحریک انصاف د ۲۰۱۸ کال منشور ژمنه لري چې د ترهګرۍ او اورپکۍ سره د مبارزې لپاره د ترهګرۍ وجوهات په ګوته کړي، اقدامات پلي کړي، ترهګري ختم کړي او په خلکو کې پوهاوي رامنځته کړي.

کتونکي وايي چې په دې جشن کې، چې سږکال د اګست په ۲۶ مه ترسره شو، د ټولو مذهبي عقیدو پاکستاني ګډون کوي او مذهبي هم آهنګۍ ته وده ورکوي.

کتونکي وايي چې دا نوی خدمت یو لوی نوښت دی او د هغه ښځینه کارکوونکو او طالب علمانو به ساتنه وکړي چې اکثر په بسونو کې د جنسي ځورونې سره مخامخ کيږي.

په پیښور کې د پولیسو د مشر موخه د پولیسو استخباراتي او تحقیقاتي صلاحيتونه ښه کول دي.

د دواړو هېوادونو د واکسیناسیون ټیمونه په تورخم، خرلاچۍ، غلام خان او چمن سرحدي ترانزیتي ساحو کې سره ګوري او د ماشومانو د واکسیناسیون او نوم لیکنې په هکله معلومات سره شریکوي.‌

پولیس وایي چې په دې کوشش کې د سوداګرانو او جوړونکو په وړاندې بریدونه او همدارنګه د پوهاوی کمپاین شامل دي.

د کراچۍ يوه غیر انتفاعي موسسه چمتو ده چې د سپتمبر په مياشت کې په آمريکا کې د فنډ راټولولو کمپاين پيل کړي. دا ګروپ اداکاري کاروي چې د سماجي مسلو په اړه پوهاوی رامنځته کړي او د خلکو ژوند ښه کړي.

څارونکي وايي، په پیښور کې او په تورخم پوله باندې د اګست په ۱۴ مه او ۱۹ مه ګډ جشنونه د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د ښه اړیکو مثال دی.

لوی اختر به د اګست په ۲۲ مه په پاکستان کې ولمانځل شي.

هغه د یوې ګهنټې نه زياتې خبرې وکړې او هغه نه يوازې د اسلامي فلاحي رياست د جوړلو لپاره د خپل کمپاین د ډیرو ژمنو بار بار وضاحت وکړو بلکې د هغه ستونزو، لکه د ماشومانو جنسي تیري او د اقلیم بدلون په اړه يې هم خبرې وکړې، چې په تير وخت کې د پاکستان وزيراعظمانو د دغه مسلو په اړه خبرې نه دي کړي.

د خان حکومت د مختلفو چيلنجونو سره مخامخ دی چې په دې کې د آبادۍ او افراطیت زياتوالی شامل دي، خو ګڼ شمير خلک اميد لري چې هغه کولی شي چې هېواد په سم لور روان کړي.

چارواکي او ځايي خلک وايي چې د پاکستان د قبايلي او ښاري سیمو څخه د ځوانانو بلد کول به د افراطي رجحاناتو په مخنيوي او د سولې په وده کې د یو بل سره مرسته وکړي.

د مهمند ضلع په ځينو سيمو کې کوهيان د ۴۵۰ فوټو پورې کنستل کيږي، چې دا د محلي قومونو لپاره يو ستونزمن کار دی. د خیبرپښتونخواه حکومت په دې برخه کې مرسته کوي.

د هیواد په تاریخ کې په دويم ځل په سوله ايزه توګه د واک د منتقلۍ سره ، پاکستانيان اضافي دليل لري چې د آزادۍ ورځ ولمانځي.

سیمه ایز چارواکي وايي، د طالبانو لپاره د ایران د ملاتړ موخه د آمريکې د کلیدي انفراسټرکچر پروجيکټونو مخه نيول او د آمريکې مخالفت کول دي.

په پوله باندې افغانستان ته د وسله والو تګ راتګ په دې وروستیو کلونو کې د پاکستان او آمريکې ترمنځ اړیکو ته زيان رسولی دی.

چارواکي د پوهاوي کمپاین پیلوي او عالمان کاروي چې د فيملي پلاننګ او د آبادۍ د کمولو په اړه خلک خبر کړي.

د ۲۶ نکتو کاري پلان د جون ۲۰۱۸ نه تر سپتمبر ۲۰۱۹ پورې د ۱۵ میاشتو په موده باندې مشتمل دی. د دې نه وروسته، ايف ای ټي ايف به د پاکستان د هڅو بیا کتنه وکړي.

څارونکي وايي، ایران د بلوچستان ساحلي سیمو ته بجلي بنده کړې ده، چې له دې کبله خلک احتجاجونه کوي او په خلکو کې د ایران پر ضد احساسات رامنځته کوي.

د ۱۲ نه زيات د پوليسو يونټونه په داریل، چیلاس او تنګیر سیمو کې د هغه وسله والو په لټه کې دي کوم چې تيره هفته د ۱۲ سکولونو په سوځولو کې ښکيل ول.

د پاکستان منتخب لومړي وزیر عمران خان په انتخاباتو کې د خپلې بریا په مناسبت وینا کې ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به روابط پیاوړي کړي او په دې یې تاکید وکړ چې پولې به ورسره پرانیزي او سوداګري به ازاده کړي.‌

د هغو افغان ناروغانو لپاره، چې د تداوۍ لپاره د پولې دې غاړې ته د را اوښتلو سفر کوي، په لاسرسي کې اسانتیا دې ته لاره هواره کړې چې ناروغان په ټاکلي وخت خپلو روغتیایي ملاقاتونو ته را ورسېږي او ډېره ضروري روغتیایي پاملرنه ترلاسه کړي.‌

د اسلامي افراطي پارټو په ۱،۵۰۰ اميدوارانو کې یوازې دوو اميدوارانو په عمومي انتخاباتو کې سيټونه وګټل، چې په روښانه توګه بنياد پرستي ردوي.

لنډ خبرونه