آرشیف له پاره د

مقالې

د نیول شویو وسله والو نه ترلاسه شوي معلوماتو د امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړه چې د وسلو هغه زیرمې په ګوته کړي کومې چې تښتيدلې تروریستانو پټې کړي وې.

دغې ترهګرې ډلې اټکل ۳۰۰ ماشومان د هغوی له کورنیو څخه د دې لپاره تښتولي چې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره یې وروزي. د راپورونو له مخې، نژدې نیمو یې خپله روزنه بشپړه کړې ده.

د تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر صوفي محمد په دې وروستيو ورځو کې د جیل نه د خوشي کیدو وروسته په يوې انټرويو کې وویل، د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله د خواريجو نه ډير زيات بدتر دی او د غیر مسلمانانو په پرتله يې اسلام ته ډیر زیان رسولی دی.

د دې نوښت موخه په سیمه کې هسپتالونو ته طبي متخصصین راوستل دي. په دغه هسپتالونو کې زياتره د وسله والو لخوا مخکې په نښه شوي ول.

ډاکټرانو، نرسانو، پیرامیډیکس او د هسپتال نورو کارکوونکو، چې له مخکې نه د تروريستي بریدونو قربانيانو په علاج کولو کې مهارت لري، د ژوند ژغورلو بیړني تخنیکونه زده کړي دي.

سیمه ییز حکومت د سرمايه کارانو حوصله افزايي کوي او د هغوی سره په بجلۍ، د ځمکې په اخيستلو او په نورو شيانو کې رعايت کوي.

د شال صنعت، چې د اورپکۍ لخوا نږدې تباه شوی و، د سوات درې د دغه کلي د ۸۰٪ خلکو سره تعلق لري.

صوبايي حکومت د زیږيدو په وخت ماشومانو ته واکسین ورکول پیل کړي دي، چې د دغه ناروغۍ په شرح کې کمې راولي.

چارواکي وايي، دا نوښت به په ټولنه کې د امامانو مقام لوړ کړي او دوی به د افراطي استخداموونکو یا د هغه نورو کسانو، چې دوی تر خپل فشار لاندې راوستل غواړي، په لاس ورتلو نه بچ کړي.

د پولیسو چارواکي په ټوله صوبه کې د کالجونو او يونيورسټو څخه لیدنه کوي چې زده کونکو ته په روغتیا او ټولنه باندې د مخدره توکو د منفي اغیز په اړه معلومات ورکړي.

د پوځ ستر مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جنورۍ په لومړیو کې دغه سیمې ته سفر وکړو او د امنیتي وضعیت او پرمختیایي هڅو په اړه یې اطمینان څرګند کړو.

د نوي فتوې له مخې، ځانمرګي برید کوونکي، او هغه څوک چې د دوی ملاتړ کوي او روزنه یې کوي، غداران دي او د دولت او اسلام خلاف دي.

پاکستاني او افغان ځوانان وایي، چې افراطیت او ترهګري پاکستان او افغانستان دواړو ته تاوان ور رسوي،‌ او دغه دواړه هېوادونه باید په دې برخه کې په ګډه مبارزه وکړي.

ليکوالان د دې نوښت هرکلی کوي، چې موخه يې په خیبر پښتونخواه کې لیکوالانو ته ټرينګ، فليټ فارم او آنلاین نيټ ورک برابرول دي.

چارواکي له خلکو څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول ډلو ته د چندې ورکولو نه ډډه وکړي او چارواکو ته د شکمن فعاليتونو په اړه راپور ورکړي.

په ۲۰۱۷ کال کې په خیبرپښتونخوا کې په ۴۷۳ نيول شوي وسله والو کې، ۵۸ کسانو لږ تر لږه د يونيورسټۍ دوه کاله تعليم لرلو.

کروندګر کولی شي چې د غیرقانوني نشه یي توکو پر ځای د زعفرانو د کښت نه زياته ګټه پورته کړي، او د دې کار فايده به دا وي چې دا به تروريستي ډلو ته زيان ورسوي.

ښوونکي د دې نصاب هرکلي کوي، چې موخه یې د ځوان نسل سره مرسته کول دي چې دوی په ټولنه کې د يو زمه وار کس په توګه عمل وکړي.

د سوداګرۍ ټولنې د دې ګام هرکلى کړی او وايي چې دا به زياتې ښځې په قامي بهير کې شاملې کړي.

یو چارواکي وویل، 'دا خوندي ګاډي به د پولیسو د ځواک عملیاتي وړتیا لوړه کړي.'

څارونکي وايي، د ښه امنیتي حالت سره، په هیواد کې اقتصادي وده مخ په وړاندې روانه ده.

لنډ خبرونه